د «حرکت اصحاب الیمین الاسلامیه» په نوم یوې ډلې ویلي، چې د بریټانیا پلازمېنه لندن کې یې پر یهودانو برید کړی.

د راپورونو له مخې، یاد برید د لندن «ګولډرز ګرین» سیمه کې د چړې پر مټ ترسره شوی، چې پر مهال یې لږ تر لږه دوه یهودان ټپیان شوي دي.

د بریټانیا لومړي وزیر کي‌یر ‏سټارمر ویلي، چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي، څو حقیقت روښانه شي.

د بريټانیا دولتي رسنیو ویلي، چې «حرکت اصحاب الیمین الاسلامیه» تر دې وړاندې هم دې هېواد کې پر یهودي اهدافو شپږ بریدونه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم له جنایتونو وروسته په نړۍ‌واله کچه له یهودو کرکه او پر یهودي اهدافو بریدونه زیات شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version