Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زیرمو لوټمار!
    لیکني

    احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زیرمو لوټمار!

    صابر افغانصابر افغان13 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    پنځمه برخه!

    د پنجشیر په کانونو د احمد شاه مسعود د تسلط د کیسې پای او پایله:په ۱۹۸۸ کال کې د شوروي اتحاد پوځي چارواکو له احمد شاه مسعود سره بېلابېل پروتوکولونه لاسلیک کړل.

    هغه پروتوکولونه چې له مخې یې احمدشاه مسعود نه یوازې خپل ملګري خرڅ کړل، بلکې خپله خاوره او هیواد یې هم روسانو ته وسپارل، له دې پروتوکولونو څخه یو یې احمدشاه مسعود ته د پنجشیر د زمردو د کانونو له اړوند نقشې سره د جیولوجیکي او تخنیکي راپور ورکول وو، ددې راپورنو د پنجشیر زمردو ته د احمد شاه مسعود د رسېدو لاره هواروله.

    د کیسې کوونکی «سلطان جان کلیوال» چې د مسعود او د هغه د ملګرو په ناپاکو لاسونو د پنجشیر د کانونو د سقوط په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي، وايي:د ۱۹۸۸ کال د سرطان د میاشتې په یوه شپه د جیولوجۍ او کانونو د سروې ریاست اداري مرستیال انجینر محمد شاه یونسي چې په کور کې یې تلیفون درلود، زما د کور دروازې ته راغی او له سلام کولو وروسته یې راته وویل: له وزارت څخه تاته زنګ راغلی.

    کله چې زه د هغه کور ته لاړم او تلیفون ته مې ځواب ورکړ، د وزیر سکرتر راته وویل: یو موټر به تاسو پسې درشي چې تاسو د وزیر دفتر ته راوړي.

    څو شېبې وروسته د وزير دفتر ته ورسېدم، د «وزير نجيب الله مسير» تر هرکلي وروسته يې راته د کښېناستلو اشاره وکړه او له لږ ځنډ وروسته يې وويل: “کليواله! د پنجشېر د زمردو په کان کې دې کار کړی؟” ما وویل هو.هغه وویل، ته د کان کیندنې ساحې ښې پېژنې؟ ما وویل هو، زه پوهېږم.

    هغه وويل، سبا ته چمتو اوسه او د پنجشير د زمردو د کانونو ټول راپور له آرشيف څخه ترلاسه او د يوې اوونۍ يا لږ او يا زيات وخت لپاره پنجشېر ته ولاړ شئ.

    په حیرانتیا سره مې وزیر ته وویل چې د پنجشېر ولسوالۍ خو په بشپړه توګه د اشرارو په ولکه کې ده، وزیر زما خبره پرې کړه او ویې ویل: ته به بېرته په خوندي توګه کور ته راستون شې، ته به د چورلکې په واسطه عنابې ته ولېږدول شې؛ هغه مجاهدین چې له حکومت او دوستو ځواکونو «شوروي» سره ملګري دي، هغوی راځي او تاسو ورسره یو څه وخت په کان کې پاتې شئ.

    د کيسې په دوام کې که څه هم سلطان جان کليوال د مسعود فرانسوي ملګرو ته يو غلط راپور لېږلی، خو څه موده وروسته د غلام نجم الدين ترين په نوم د يوه بل کس له خوا احمدشاه مسعود ته اصلي راپور لېږل کېږي چې له دې وروسته د پنجشیر د زمردو د لوټ په برخه کې نور هېڅ خنډ نه وو.

    هغه څه چې له دې کیسې څخه درک کولای شو هغه دا چې شوروي اشغالګرو نه یوازې احمدشاه مسعود ته د پنجشیر د زمردو په کانونو د ولکې لپاره زمینه برابره کړه، بلکې د هغه لپاره یې د کیندونکو جنراتورونو، کمپرسورونو او برمه کولو ماشینونه هم پریښودل؛ په وروسته کلونو کې د کانونو نقشه هم په لاس کې ورکړل شوه.

    اوس پوښتنه داده، چې احمدشاه مسعود څنګه د شوروي اتحاد او د هغوی د اشغال په مقابل کې دښمن وګڼو؟ په داسې حال کې چې شورویانو د پنجشیر د زمردو کانونو په ورکولو سره د هغه د واک او بقاء زمینه تضمین کړه؟!له دې پرته چې شوروي ځواکونو د احمد شاه مسعود په تقویه کولو سره د ځان لپاره ساتندوی ډال برابر کړ او د همده په وسیله یې وکولای شول د افغان مبارزینو په وړاندې څو کلونه نور هم تاب راوړي او اشغال اوږ کړي؛ بل څه وو؟ دا پوښتنه د حقیقت موندونکو ته د لمر په څېر روښانه ده او په دوو ګوتو نشي پټېدلی.

    د پنجشیر د زمردو د کانونو بده راتلونکې چې له دې وروسته یې په تمه وه او شل کلونه د احمد شاه مسعود او د ملګرو په لاسونو یې چور او تالان شول، په راتلونکې برخه کې څېړو.

    دوام لري…

    مخکینۍ مقالهد ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال: د ملګرو ملتونو او افغان حکومت تر منځ اړيکې پیاوړې شوي
    راتلونکي مقاله باغیان څوک دي؟ (۱۴)

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.