ترکي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټيلیفوني خبرو کې د اسرائیلو هغه برید غندلی، چې په دوحه کې د حماس پر مذاکرهکوونکي ټیم شوی دی.
اردوغان دغه برید د تاوتریخوالي د پراخېدو، د شخړو د زیاتوالي او د سیمې د بېثباتۍ لامل بللی دی.
نوموړي دا کار د قطر د حاکمیت ښکاره نقض هم یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې انقره به د قطر له دولت او خلکو سره په پوره قوت او ملاتړ ودرېږي.
ياده دې وي، چې اسرائيلو تېر ماښام د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ د مذاکراتي ټيم په دفتر هوايي بريد وکړ، چې د حماس د مشر خليل الحية د زوی په ګډون څو تنه پکې په شهادت رسېدلي.