د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وروستیو څرګندونو په تائید سره ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان جوړښت چې د نړیوال امنیت او سولې ټینګښت برخه کې خپل دنده نه شي ترسره کولای، باید اساسي بدلونونه په کې رامنځته شي.
اردوغان د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افریقا نشتون ته په اشارې سره ویلي، چې افریقا لویي وچې ته باید فرصت ورکړل شي، چې دې سیسټم کې په عادلانه ډول سره ګډون وکړي.
رجب طیب اردوغان دا خبرې داسې مهال کړي، چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ویلي، “موږ دا نه شو منلی، د افریقا لویه وچه چې له یو میلیون څخه زیات نفوس لري، امنیت شورا کې هیڅ دایمي غړي ونه لري.”