د خوړو نړیوال پروگرام ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې دا ځل بیا ۲۱ مېلیونه یورو مرسته کړې ده.

یاد پروگرام ویلي، په مرسته شوو پیسو به ۳۰۰ زره افغانانو ته خواړه برابر شي او په افغانستان کې به د خوړو په خوندیتوب کې ښه والی راشي.

د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا ایودیس ویلي، د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

تېره اوونۍ برېتاینې هم په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) سره یو مېلیون پونډ مرسته کړې وه.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازولي وايي، په افغانستان کې لا هم غربت پراخ دی او د روان کال لپاره ۷۶۰ مېلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه یې یوازې درې سلنه بودیجه تر لاسه کړې ده.

که څه هم افغان حکومت د روان غربت لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړي، خو په افغانستان کې د اوږدمهاله جگړې، وچکالۍ او له پاکستان څخه د زرگونه افغان کډوالو د جبري راستنېدنې له امله گڼ خلک له فقر سره مخ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version