د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د درېیمې سرحدي لوا کې د تخنیک څانگې گڼ شمېر وسایط ترمیم او بیا گټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسایطو کې ۴۵ عرادې هاموي ټانگونه او ۴ عرادې انټرنېشنل کاماز موټر شامل وو.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ راهیسې ملي دفاع وزارت زرگونه هغه پوځي وسایط چې لږ تخریب شوي وو، له سره ورغول او گټې اخیستنې ته یې چمتو کړل.

د یاد وزارت له لوري په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ څانگې په فاریاب ولایت کې د څارویو لرونکو خلکو سره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د فاریاب په لرې پرتو سیمو کې ځايي خلک د وروستیو واورو او ورښتونو له امله زیانمن شوي وو، چې ۷ عرادې خوراکي توکي یې د څارویو لپاره ورلېږلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې څانگې د فاریاب سربېره په جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې هم گڼ چې په وروستیو واورو او ورښتونو کې ایسار پاتې وو، ژغورلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version