د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره(یونیسف) وايي، اروپايي ټولنې په خوارځواکۍ د ښځو او ماشومانو د اخته کېدو د مخنیوي او درملنې او په افغانستان کې د پاتې شوو ناپاکو اوبو په برخه کې د خدمتونو د ښه کېدو لپاره ۱۵ مېلیون یورو مرسته کړې ده.
د یونیسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو ۲۷ میاشتني پروگرام له لارې ولگوي، چې ۱.۷ مېلیونه ماشومانو او مېندو د تغذیې په برخه کې به مرستې برابرې شي.
یادې ادارې ویلي، د دې سربېره به ۸۰زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه او ۲۰۶تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې او شپږ زره نجونو ته به حرفوي زدهکړې هم ورکړل شي.
د یونسیف په قول، په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ مېلیونه وگړي د هغې له ډلې ۱۵.۸ مېلیونه ماشومان او ۱۱ مېلیونه ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې ۴۰ کلنې جگړې، د طبیعي پېښو ډېرېدل، د ناروغیو خپرېدل او د خلکو کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی، چې گڼ خلک له ستونزو سره مخ شي.