د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، د هېواد په گڼ شمېر ولایتونو کې به نن هم د تېز باران، تالنده برېښنا، چټک بادونو، سېلابونو او واورې اټکل کېږي.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنگان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان وردگ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، دایکندي، بامیان، سرپُل، زابل، روزگان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې د سالنگونو په گډون چې د باران کچه په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۵ ملي مترو څخه ۵۰ ملي مترو پورې اټکل شوېده.


د خبرپاڼې له مخې، همدارنگه په شمالي، شمال لوېدیځو، سوېلي، لوېدیځو، سوېل لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنگونو په گډون د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت اټکل شوې ده.


د اوبو او برېښنا وزارت بیا په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي خبرداری ورکړی دی. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

«په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانگړې توگه د (دبدخشان، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنه، کوشک و کاشان، بادغیس، غور، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کابل، میدان وردگ، کونړ او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شته.»


پرون او بېگاه هم د هېواد په گڼ شمېر سیمو کې تېز ورښتونه وشول، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو لامل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version