Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»اروپایان بیا افغانستان ته راځي!
    لیکني

    اروپایان بیا افغانستان ته راځي!

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    درې کاله وړاندې چې ا.ا واک ترلاسه کړ، نو هیچا فکر نه وو کړی چې دا ځلې به طالبان د تېر امارت برعکس په سیاسي ډګر کې ډیرې لاسته راوړنې ولري.

    په وروستیو دریو کلونو کې ا.ا په ګڼو هیوادونو کې د تېر حکومت د سفارتونو او کونسلګریو کنټرول ترلاسه کړی او دا لړۍ لا پسې روانه ده.

    اوس اروپایي هیوادونو کې هم داسې څرکونه ښکاري چې ممکن ژر به د پرځېدلي جمهوریت سیاسي استازولۍ ا.ا ته وسپارل شي او په اروپا کې به خپل موقف لا پسې ټینګ کړي.

    خو وړاندې له دې چې ا.ا اروپا ته ورسېږي، اروپایان له طالبانو راوړاندې شول او سویس به لومړنی هیواد شي چې افغانستان ته به راشي.

    په سویس انفو ویبسایټ کې خپور شوي یو مطلب کې راغلي چې سویسي چارواکي به د روان کال په مني کې افغانستان ته راشي.

    مطلب وایي چې د پرمختګ او همغږۍ له پاره د سویس اداره(SDC) به افغانستان لاړه شي، څو خپلې مرستې همغږې کړي؛ دا (SDC) د سویس د فدرالي دولت اداره ده چې په نړیواله کچه کیدونکې مرستې همغږې کوي.

    دا به لومړی ځل وي چې د ا.ا په درې کلن حاکمیت کې کومه اروپایي ډله کابل ته راځي.

    دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته ګڼې اروپایي ادارې له افغانستانه ووتلې او خپل فعالیتونه یې بند کول، خو له درې کلن ځنډ وروسته بیا اروپایان افغانستان ته راځي.

    دا ښه خبره ده چې اروپایان د ا.ا په حاکمیت کې د جګړې پر ځای د سولې چاپیریال کې افغانستان ته راځي.

    افغانان چې اوسمهال له سختو بندیزو سره مخ دي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، د اروپایي هیوادونو راتګ ممکن د افغانانو اقتصادي حالت ښه کړي او بېکارۍ په له منځه وړلو کې مؤثر ثابت شي.

    د سویس له راتګ وروسته ښایي نور اروپایي هیوادونه هم افغانستان ته راتګ ته زړه ښه کړي.

    د سویس دغې ادارې د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته خپل کارکاوونکي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لیږدولي وو او اوس به له درې کلن ځنډ وروسته د دوی څلور کارکوونکي بیرته کابل ته راشي.

    داسې ښکاري چې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د غربي هیوادونو له لوري د ا.ا د منزوي کولو هڅې ورو ورو ناکامېږي او ا.ا خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی.

    مخکینۍ مقالهپه څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه تاييد شوه
    راتلونکي مقاله د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوريت د بهرني سیاست پرتله او مقایسه

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 سپتمبر 2026

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    د ننګرهار د تورخم ګمرک مسوولین وايي، د کډوالو د کډې بار یوه لس‌ټایره لارۍ…

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.