د سرپرست حکومت د رئيسالوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په نولسمه غونډه کې راستنو شویو افغان کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا بحث شوی دی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د کډوالو عالي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، تر څو په هغو ولايتونو کې چې د کډوالو لپاره په کې د ځمکو ارزونه شوې اړمنو هېوادوالو ته په کې د ځمکو وېش پیل او چټک کړي.
د کابینې دې غونډه کې د ياد کمېسيون ټولو کمېټو ته سپارښتنه شوې چې د کډوالو اړوندو چارو ته بشپړه پاملرنه وکړي او خپلې دندې په پوره اخلاص ترسره کړي.
په دې غونډه کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولېږي، تر څو خپلو هیوادوالو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټ اخیستلو، زدهکړو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.