د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، د افغان کارټ امارتي شرکت په پام کې لري، تر څو د کابل ښار په یو مناسب موقعیت کې ستره او معیاري مرکزي مغازه پرانېزي.
د یاد شرکت مسؤولین وایي، د دې مرکزي مغازې له فعالېدو سره به هېوادوال وکولای شي، چې د ورځني ژوند او کاري چاپېریال اړوند اړتیا وړ توکي په مناسبې بیې، لوړ کیفیت او اسانه بڼه ترلاسه کړي.
د مسئولینو په خبره دغه نوښت به د بازار د تنظیم، د معیاري خدمتونو د پراختیا او د کورنیو سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ټاکل شوې، چې د امارتي تولیدي شرکتونو تولیدات هم د همدې مرکزي مغازې له لارې بازار ته وړاندې او وپلورل شي.
