د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ منسوبینو د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې ترلاسه شوې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نن (سېشنبه) د ډایاک مدیریت ته سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغو وسلو او مهماتو کې ۱۳ میله بېلابېلې وسلې، ۵۲ لاسي بمونه او شاوخوا ۷ زره فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
په ورته مهمال د پکتیکا امنیه قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د عامه نظم د ښه ټینګښت په موخه دغه ولایت کې د بیتالمال د وسلو او تجهیزاتو د راټولولو لړۍ په جدیت سره روانه ده.
