د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکي چې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل.

خبرپاڼه ليکي چې د لیدنې پر مهال د ازبکستان لومړي وزیر وویل، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه خبرپاڼه وايي چې عارف اوف زیاته کړه، ازبکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دی، چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي.

د خبرپاڼې په څنډه کې راغلي چې د ازبکستان لومړي وزير وويل، دوی چمتو دي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د آمو سیند د څنډو لپاره د استنادي دیوال جوړولو په برخه کې ګډه کار وکړي.

او د ازبکستان لومړي وزیر همدا راز اسلامي امارت ته بشپړ اطمینان ورکړ چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبکستان لومړي وزير ته وېلي چې ، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version