Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ازبکستان وايي چمتو يو چې منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه مېوو د ترانزیټ لپاره زمينه برابره کړو
    افغانستان

    ازبکستان وايي چمتو يو چې منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه مېوو د ترانزیټ لپاره زمينه برابره کړو

    صابر افغانصابر افغان29 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکي چې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل.

    خبرپاڼه ليکي چې د لیدنې پر مهال د ازبکستان لومړي وزیر وویل، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

    همدارنګه خبرپاڼه وايي چې عارف اوف زیاته کړه، ازبکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دی، چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي.

    د خبرپاڼې په څنډه کې راغلي چې د ازبکستان لومړي وزير وويل، دوی چمتو دي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د آمو سیند د څنډو لپاره د استنادي دیوال جوړولو په برخه کې ګډه کار وکړي.

    او د ازبکستان لومړي وزیر همدا راز اسلامي امارت ته بشپړ اطمینان ورکړ چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.

    د خبرپاڼې پر بنسټ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبکستان لومړي وزير ته وېلي چې ، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

    مخکینۍ مقالهفرانسې د پنځه ميليونه ډالرو په بدل کې د ټيليګرام مشر خوشې کړ
    راتلونکي مقاله څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو له لوري د پاکستان پوځ یو ډګروال «خالد امیر» تښتول شوی وو چې اوس یې پاکستاني طالبانو ویډیو خپره کړې ده.

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟

    25 اگست 2025

    پنجشیر کې د بیروج، زمرد او سربو نوي کانونه تثبیت شوي

    24 اگست 2025

    د اقتصاد وزیر، کابل کې د یوناما له مشرې سره پر اقتصادي مسائیلو خبرې کړي

    24 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 اگست 2025

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د امریکا نیویارک ښار د پولیسو ادارې راپور ورکړی، چې د دې ښار په هافن…

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025

    د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات سبا په جینوا کې ترسره کېږي

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا نیویارک ښار کې وسله‌وال برید پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    25 اگست 2025

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025

    د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات سبا په جینوا کې ترسره کېږي

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،009 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،977 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.