Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»استخباراتي سرچینې: ایران به ژر روسیې ته سلګونه بالاستیک توغندي ولېږدوي
    سیمه

    استخباراتي سرچینې: ایران به ژر روسیې ته سلګونه بالاستیک توغندي ولېږدوي

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ایران ښایي په اوکراین کې د جګړې لپاره ژر سلګونه بالاستیک وسلې چې د سټلایټ د لارې رهبري کیږي، روسیې ته ولیږدوي.

    دوو اروپایي استخباراتي سرچینو جمعه اګست نهمه ( زمري ۱۹) د رویټرز خبري اژانس ته دا معلومات ورکړیدي او دا یې هم ویلي چې د روسیې د پوځ لسګونه پرسونل په تهران کې روزل کېږي چې څرنګه د فتح -۳۶۰ بالاستیک توغندیو څخه کار واخلي.

    دا توغندي لنډ واټن ویشتلی شي.دې دوو استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي ویلي چې ګمان کېږي د روسیې د دفاع وزارت استازو تېر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳ مې نېټې په تهران کې د ایراني چارواکو سره د فتح -۳۶۰ او ابابیل بالاستیک توغندیو تر لاسه کولو لپاره قرارداد لاسلیک کړی وي.

    دا توغندي په ایران کې د هوایي فضا صنعت سازمان په نامه شرکت جوړوي چې د ایران د حکومت ملکیت دی.

    د اروپایي اتحادیې دې چارواکو چې د څو محرمو استخباراتي سرچینو حوالې یې ورکړي، ویلی چې په ایران کې د روسیې نظامي پرسونل دا زده کوي چې څنګه د فتح -۳۶۰ دفاعي سیستم سره بیل کړي.

    دا توغندي کولی شي چې تر ۱۶۰ کیلو مټرو پورې واټن ووهي او ۱۵۰ کیلو ګرامه سرګلوله لري.دې چارواکو ویلي چې تر روزنې وروسته به بل ګام دا وي چې دا توغندي روسیې ته ولېږدول شي.

    سره له دې چې روسیه پخپله هم بالاستیک توغندي لري خو نظامي کارپوهان وایي چې که روسیه له ایران څخه د فتح -۳۶۰ توغندي تر لاسه کړي، په دې توغندیو به د لنډ واټن اهداف په نښه کړي او خپل توغندي به د جګړې لومړۍ کرښې څخه ور ها خوا لیرې اهداف په نښه کولو لپاره وکاروي.

    د ایران او روسیې دفاع وزارتونو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا یو ویاند د جمعې په ورځ وویل که ایران دا توغندي روسیې ته ورکړي ، متحده ایالات، د ناټو متحدین او د نړۍ اوو سترو صنعتي یا جي -۷ هېوادونو شریکان به یې جدي او چټک ځواب ووایي.

    دې ویاند زیاته کړه چې ایران دا اقدام به د اوکراین په خلاف د روسیې جګړې د کړکیچ ډېروالي لپاره د ایران بارز ملاتړ په ډاګه کړي.

    واشنګټن په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کېدو راهیسې څو ځله د روسیې او ایران ترمنځ د امنیتي همکارۍ پراخوالي په هکله خبرداری ورکړی.

    په عین حال کې په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نظامي همکارۍ په ګډون، ایران د روسیې سره په بېلا بېلو برخو کې د اوږدې مودې ستراتیژیکې همکارۍ جوړې کړیدي.

    په دې اعلامیې کې ویل شوي چې د ” د اخلاقی نقطې نظره ایران د توغندیو په ګډون د هرې وسلې له لیږد ډډه کوي چې ممکن د اوکراین په شخړې کې به ترې کار واخیستل شي”.

    د اروپایي اتحادیې دوو استخباراتي سرچینو دا ونه ویل چې دا توغندي به په دقیقه توګه څه وخت روسیې ته ولېږدول شي خو دومره یې ویلي چې ژر به وشي.

    ها خوا بیا د ایران یو جګپوړي چارواکي چې غوښتل یې نوم یې په راپور کې یاد نشي، ویلي چې ایران په روسیې توغندي او بې پیلوټه یا ډرون الوتکې خرڅې کړې دي خو لا یې د فتح -۳۶۰ بالاستیک توغندي ندي ورکړي.

    دې چارواکي همدارنګه ویلي، چې په روسیې باندې د ایران لخوا د دې ډول وسلو په پلور قانوني ممنوعیت نشته.

    مخکینۍ مقالهنن په ټول هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي
    راتلونکي مقاله بامیانو کې د یو ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    سپاه پاسداران وایي، په اردن کې مو د امریکا دوه هوايي اډې په بالستیک توغندیو ویشتي

    31 اگست 2026

    سپاه پاسداران وایي، هرمز تنګي کې لویه تېل وړونکې بېړۍ له دوو سمندري ماینونو سره لګېدلې

    31 اگست 2026

    رویټرز: د ایران جګړې امریکا له سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونو سره مخ کړې

    29 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ویډیوګانې 1 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: سه شنبه، ١۴۰٥/٦/١٠ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    #بېړنی‌خبرامریکا د ایران په جنوبي سیمو هوايي بریدونه وکړل

    1 سپتمبر 2026

    کاپیسا کې اته کلنه دښمني د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده

    1 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    1 سپتمبر 2026

    #بېړنی‌خبرامریکا د ایران په جنوبي سیمو هوايي بریدونه وکړل

    1 سپتمبر 2026

    کاپیسا کې اته کلنه دښمني د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده

    1 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.