اسوشټېد پرېس خبري اژانس د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې ليکي چې، په لبنان د صهيونيستي اسرائيلو د بريدونو له امله تر دې دمه څه باندې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي چې کابو ۷۵ سلنه یې په تېرو درې اوونيو کې وو.

د ياد اژانس د راپور پر بنسټ، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې ۱۰۰ لبناني ماشومان وژل شوي او څه د پاسه ۸۰۰ نور بيا ټپیان دي.

راپور همدا راز زياتوي چې په لبنان د صهيونيستي اسرائيلو د بمبارد او بريدونو له امله لکونه نور خلک بيا بې ځايه شوي چې په ډله کې یې بې ځایه شوي ماشومان له ګڼې ګوڼې په ډکو پنډغالو کې اوسي،او هغه داسې ځای دی چې درې یا څلور کورنۍ په یوه درسي ټولګي کې دېره دي او په یوه پلاسټيکي پرده سره له يو بل جلا شوي دي.

اسرائيلو نږدې يوه مياشت وړاندې په لبنان پراخ بريدونه ترسره کړل چې په پايله کې یې ميليونونه خلک زيانمن شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version