د صهيونيستي اسرائيلو پوځي رسنۍ وايي چې د غزې د جګړې د پيل راهيسې ۱۵ زره اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي او ۳۰ زره نور اسرائيلي پوځيان په ذهني ناروغيو او ډيپريشن اخته شوي چې د ډيرو علاج په روغتونونو کې روان دی او ځينو یې حتا د ځان وژنې هڅه هم کړې ده.

په ورته مهال د صهيونيستي رژيم دفاع وزارت هم دا ارقام تاييد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې نړيوالې رسنۍ او څيړنيز سازمانونه بيا د اسرائيلو له لوري د خپلې مرګ ژوبلې خپاره شوي ارقام سانسور شوي ګڼي او وايي چې د غزې په جګړه کې د صهيونيستي اسرائیلو مرګ ژوبله او زيان له هغې څو چنده ډېر دی چې دوی یې اعلانوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version