د افغانستان بانک یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې چې سبا ته ۲۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي څو په ياده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان بانک د افغانيو پر وړاندې د ډالرو په پورته کېدو سره څو ځل ډالر ليلام کړي چې تر يوه حده یې د ډالرو د پورته کېدو مخه نيولې او تمه کېږي د سلا ورځې په ليلام سره به د ډالرو بيې نورې هم راټيټې شي.