د غزې د مطبوعاتو دفتر له قوله راپور ورکړی، له کله چې اسرائيلي رژيم د جولای له ۲۷ مې نېټې راپه دېخوا غزې ته د مرستو د داخلېدو اجازه ورکړې، یوازې ۶۷۴ د مرستو موټر غزې ته داخل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر باید ۴۸۰۰ موټر وای.
سرچينې ويلي، په تېرو اتو ورځو کې د مرستو د موټرو ورځنی اوسط یوازې ۸۴ موټره و، چې دا د اړتیا وړ شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوي.
د غزې د مطبوعاتو دفتر همدا راز ويلي، چې اسرائيلي رژيم په ګڼ شمېر مرستو کې قصداً امنیتي ګډوډي رامنځته کوي او د مرستو لوټ او چور ته زمينه هواروي.
د فلسطين حکومت ټینګار کړی چې غزه کې د ورځنيو ابتدايي اړتیاوو لکه روغتیا، خدمات، او خوراکي توکو د تأمین لپاره شاوخوا ۶۰۰ موټره مرستو ته اړتيا ده.
فلسطيني حکومت همدا راز د اسرائيلو له لوري کلابندي، یوه قصدي انساني فاجعه بللې او په خبره یې همدا مهال د غزې تر ۲.۴ میلیونه زیات وګړي له سختو شرایطو سره مخ دي او بشري ناورین ورځ تر بلې ژورېږي.
په پای کې د غزې حکومت له نړيوالو بنسټونو او هېوادونو څخه د دایمي او بې قید او شرطه اوربند او سرحدونو خلاصون، د بشري مرستو د رسېدو او د اسرائیلي رژيم د جنایتونو د محاسبې غوښتنه کړې ده.