نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په نړۍواله کچه د نفتو بیو تر لوړېدو وروسته، د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۳۰ ورځو لپاره د ایران نفتو پر خرڅلاو بندیزونه لرې کړي.
د امریکا د خزانې وزیر اسکات بسنت ویلي، چې د دغو بندیزونو په لرې کولو سره به ۱۴۰ میلیونه بوشکې نفت نړیوال مارکېټ ته وړاندې شي.
د دې پرېکړې له مخې، هغه ایراني نفت د مارچ له ۲۰ تر اپرېل ۱۹ پورې پر ټانکر بېړیو بار شوي، نړۍوالو بازارونو ته د پلور اجازه لري.
په ورته مهال ایراني چارواکو ویلي، چې نړۍوالو بازارونو ته د عرضې لپاره خام نفت نهلري.
