د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د تاوتریخوالي زیاتېدو په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو، کوېټ او اردن د ۱۶.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تړون تصویب کړ.
د راپورونو له مخې، په دې وسلو کې ډرونونه، توغندي او رادارونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد درې عربي هېوادونه د ایران، اسرائیل او امریکا د جګړې له پیل راهیسې تر سختو توغندیزو او ډرون بریدونو لاندې دي.
#هندوکشغږ
