ريسپانسيبل سټېټکرافټResponsible» Statecraft» امريکايي ورځپاڼې په يوه تازه څېړنيز راپور کې ويلي، چې اسرائیلي حکومت د نړۍ مشهورو څهرو ته د اسرائيلي روايت د پياوړتيا او د حماس غورځنګ روايت ته د ماتې ورکولو لپاره په هر پوسټ شاوخوا ۷۰۰۰ زره امریکایي ډالر ورکوي.

يادې ورځپاڼې ليکلي، چې اسرائيل دا کار د دې لپاره هم ترسره کوي، چې په نړۍ کې د دوی د ټول وژنې له امله راپورته شوې کرکه هم مهار کړي.

د سرچينې د راپور له مخې، د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت د«Havas Media Group» په نوم له يوې الماني کمپنۍ سره د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړی و او په دې اړه یې ځانګړې بودجه تصويب کړې وه څو د ۲۰۲۴ د جون له ۱۴مې د نومبر مياشتې تر ۱۸ مې پورې د نړۍ مشهور او ډیر فالورز لرونکي کسان وهڅوي ترڅو د فلسطینیانو په ضد او د اسرائیلو په ملاتړ تبلیغات وکړي او په ټولنیزو رسنیو کې اسرائیلي روایت تقویه کړي.

پر دې سربېره د ویکي لېکس په نوم وېبپاڼې هم د همدې اوونۍ په جریان کې داسې اسناد خپاره کړل چې ښيي د ياد تړون نیمایي پیسې د مشهورو امريکايي څهرو د جذب او روزنې لپاره ځانګړې شوې وې، څو د اسرائیلو په پلوۍ منځپانګه تولید کړي.

سرچينې ويلي، په تړون کې ټاکل شوې وه چې دغه کسان بايد په مستقیم ډول له اسرائیلي شریکانو سره د تبلیغاتي پیغامونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

دغه راز د اسرائیلي رژيم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم تېره اوونۍ د امریکایي فعالانو سره په یوه ناسته کې د داسې یوې ټولنې شتون تاييد کړ چې په رسنیو کې د اسرائیلو په ګټه تبلیغات کوي.

نتنیاهو په هغه ويډيو کې چې تر دې وړاندې هم په هندوکش غږ خپره شوې د ټويټر په ارزښت غږېږي او ټينګار کوي، چې دوی باید د خپل ځان په اړه د نړۍ نظر بدل کړي او په خبره یې دا یوازې د مشهورو څهرو د تبليغاتو له لارې ممکنه ده.

د معلوماتو له مخې اسرائيلو د دغې برخې لپاره میلیونونه ډالره بودجه ځانګړې کړې او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګدعون ساعر د دې بودجې د شل برابره زیاتولو موافقه تر لاسه کړه، چې ټول ارزښت یې ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

خو اسرائيل په دې هم بسنه نه کوي او هره مياشت نږدې ۱.۵ میلیونه ډالره امریکایي ډیجیټلي مشاور «براد پارسکیل» ته ورکوي،ترڅو د اسرائیلو په ملاتړ ښه محتوا چمتو کړي او له دې لارې اسرائیلي روایت پیاوړی کړي.

پارسکیل د ټرمپ د پخواني کمپاین رئیس و او نوموړی د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ستر ستر تبلیغاتي کمپاینونه په لاره اچوي تر څو زرګونه تبلیغاتي پیغامونه چمتو او خپاره کړي.

وروسته له هغه چې اسرائيلي رژيم د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر را په دېخوا په غزه کې نسل وژنه پيل کړه دا رژيم د نړۍ په کچه له سياسي او اقتصادي انزوا سره مخ کېدونکی دی او د خپل ځان د ژغورنې لپاره په ټولنيزو رسنيو تبليغاتو ته هم سلګونه ميليونه ډالر ځانګړي کوي او د نړۍ ګوټ‌ ګوټ‌ مشهورې څهرې په پيسو اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version