الجزيرې راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پارلمان (کنیسټ) داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې د ښکېلو فلسطینیانو د محاکمې لپاره یو ځانګړی نظامي محکمه جوړېږي او د هغوی لپاره د اعدام سزا هم اجازه ورکوي.

دغه اقدام د اسرائیلي رسنیو له قوله تایید شوی او موخه یې د هغو کسانو لپاره د یوې جلا او سختې قضايي پروسې رامنځته کول دي چې اسرائیل یې په یادو بریدونو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مسؤل بولي.

دا قانون په داسې حال کې تصویبېږي چې د اعدام سزا په اسرائیلو کې یوه نادره چاره ګڼل کېږي، خو دغه نوې پرېکړه ښيي چې د یادو پېښو په تړاو د اسرائیلو قضايي او سیاسي چلند په بې ساري ډول سخت شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version