ټي آر ټي رسنۍ راپور ورکړی، غزه کې یوه سیمه چې یو وخت له ژونده ډکه وه، اوس د صهیونیستي په یوه نظامي پوسته بدله شوې ده.

صهیونیستي ځواکونو د خان یونس په ختیځ کې د “بني سهیلا” اوسېدونکي په زوره له خپلو مېنو وشړل او د هغوی د ویجاړو شویو کورونو پر کنډوالو یې پوځي اډه جوړه کړې ده.

خپاره شوي انځورونه ښيي چې ټولې استوګنې سیمې له ځمکې سره هوارې شوي او سړکونه او ودانۍ په خاورو او ډېریو بدلې شوي دي.

دا وضعیت په جنوبي غزه کې د اسرائیلو له خوا د رامنځته شوې پراخې ویجاړۍ ښکارندویي کوي، چېرې چې بشپړې ټولنې او سیمې د نړۍ له نقشې څخه پاکې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version