‏د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر دفتر غزه کې د اوربند د لومړي پړاؤ له پای‌ته رسېدو وروسته خبر ورکړی، چې د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف هغه وړاندیز منلی چې د مسلمانانو او یهودانو دوه مذهبي مناسبتونو لپاره یې په‌کې د لنډمهالي اوربند غوښتنه کړې.

د نتنیاهو دفتر ویلي چې د دې هوکړې له مخې د اوربند په لومړۍ ورځ به د حماس غورځنګ نیمایي برمته شوي صهیونیستان مړه یا ژوندي خوشې کوي او پاتې برمته شوي کسان به په غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونیستي رژیم تر منځ له اوږد‌مهاله اوربند څخه وروسته خوشې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version