د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د واخان دهلېز د لومړي فاز ۶۰ سلنه او د دویم فاز ۷۴ سلنه چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده چې د روان ۱۴۰۵ کال تر پایه بشپړې شي.

د سرچینې په وینا، د یاد دهلېز لومړي فاز پروژه د بدخشان ولایت له بروغیل سرحد څخه تر بزای‌ګنبد پورې غځېدلی، چې ۷۱.۱۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د پلي کېدو لپاره یې ۱۴۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.

همداراز د دویم فاز پروژه له بزای‌ګنبد څخه د چین تر پولې پورې رسېږي، چې اوږدوالی یې ۵۰.۴۹ کیلومتره دی او ۱۸۰ میلیونه افغانۍ بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د واخان دهلېز د چارو بشپړېدو سره به د کابل او بېجنګ ترمنځ مستقیمې سوداګرۍ ته لار هواره شي او د هېواد ټرانزیټ به د پام وړ وده وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version