د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، د «نړيوالې جنايي محکمې» د یوه څارنوال له لوري د اسلامي امارت پر رهبر او د سترې محکمې پر رئیس، عبدالحکیم حقاني لګول شوي تورونه بې بنسټه، دوګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع بللې ده.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې، د افغانستان اسلامي امارت دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.
د اعلامیې له مخې، دغه سازمان په داسې حال کې د اسلامي امارت پر مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي، چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.
اعلامیه زیاتوي، د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي.
د یادې اعلامیې په پای کې راغلي، دغه ناسم چلن د ياد جوړښت وار د مخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړيواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بې معنا کوي. نوموړی جوړښت دې هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.