‏د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د محسن داوړ وروستۍ څرګندونې چې ګواکي اسلامي امارت یې د ترور په پار کوم چا ته نیم میلیون ډالر منلي، په کلکه رد کړې.

ښاغلي عمري زیاته کړې، اسلامي امارت دغسې کمزوری عمل نه ترسره کوي، د هیڅ چا د قتل او ترور اراده نه کوي او که‌ چېرته ویې غواړي نیم میلیون ډالر څه چې په پنځه سوه کلدارو یې هم کولی شي.

ښاغلي عمري د خبرو پر دوام، د محسن داوړ یاده ادعا د ځان د شهرت ترلاسه کولو هڅه بللې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version