د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو تېره ورځ (جمعه) د سعودي عربستان په جدې ښار کې په یوه بېړنۍ غونډه کې د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره چې د صهیونیستي اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ په جګړو کې تر ډېره ویجاړه شوې، یوه طرحه منظوره کړه.

دا طرحه مصر جوړه کړې، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د اسلامي همکارۍ سازمان د وزیرانو غونډې څخه وروسته د یادې طرحې د منل کېدو اعلان وکړ او مثبت اقدام یې وباله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version