د جرمني د کډوالۍ او کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) راپور ورکړی چې، د روان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو په ترڅ کې ۲۹,۹۴۷ کسانو د پناه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۳.۴٪ کمښت ښيي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د پناه غوښتنونکو ډېره برخه د سوریې اتباع وو، چې نږدې ۸,۰۰۰ غوښتنلیکونه یې ثبت شوي او ورپسې افغانستان په دوهم مقام کې و.