ټاکل شوې چې د ایران او امریکا لوړپوړي پلاوي نن شنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ښار کې سره وګوري، څو د دایمي اوربند په موخه مهمې خبرې اترې ترسره کړي.

پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي، دا مذاکرات به مخامخ ترسره کېږي او ښايي تر یوې ورځې ډېر دوام وکړي، ځکه ورته کوم مشخص وخت نه دی ټاکل شوی.

په دې مهمو خبرو کې د پاکستان له لوري لومړی وزیر شهباز شريف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ګډون کوي.

د امریکا پلاوی به د مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په مشرۍ وي، چې سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر او براډ کوپر هم ورسره مل دي.

د ایران له لوري به د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د پارلمان رئیس باقر قالیباف، مجید تخت روانچي او محمد باقر ذوالقدر برخه واخلي.

د معلوماتو له مخې، د امریکا د پلاوي مشر جې ډي وېنس پخوا د امریکا په سمندري ځواکونو کې د جنګي خبریال په توګه دنده ترسره کړې، سټیو ویټکوف یو مشهور سوداګر دی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه فعالیت کوي، جیرډ کوشنر د ډونالډ ټرمپ د دورې مهم سلاکار و او د منځني ختیځ د ځینو مهمو سیاسي تړونونو په جوړولو کې یې رول درلود او براډ کوپر یو لوړپوړی پوځي قوماندان دی چې په بېلابېلو جګړو کې یې برخه اخیستې ده.

د ایران له پلاوي څخه عباس عراقچي یو با تجربه ډیپلوماټ بلل کېږي چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په خبرو کې مهم رول درلود، باقر قالیباف یوه پخوانۍ پوځي او امنیتي څېره ده چې دا مهال د پارلمان مشري کوي، تخت روانچي هم یو با تجربه ډیپلوماټ دی چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی پاتې شوی او محمد باقر ذوالقدر بيا یو سختدریځی امنیتي چارواکی بلل کېږي.

شنونکي وایي، د دې کچې لوړپوړي پلاوي ګډون ښيي چې دا مذاکرات یوازې عادي خبرې نه دي، بلکې د سیمې د کړکېچ د کمولو او احتمالي سیاسي تفاهم لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version