د ګارډین ورځپاڼې په يوه تحليلي راپور کې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس اسلام ‌اباد ته د سولې مذاکراتو لپاره په داسې حال کې استول شوی چې دا ماموریت له لوړو خطرونو او محدودو سیاسي فشارونو سره مل دی.

د راپور له مخې، ونس چې پخوا یې د منځني ختیځ په جګړو نیوکې کولې، اوس له هغو ایراني مذاکره‌ کوونکو سره مخ دی چې د هرمز تنګي د کنټرول او وروستیو بریدونو پر وړاندې د مقاومت له امله ځان په قوي دریځ کې ویني.

د ګارډین په وینا، د ونس اساسي دنده دا ده چې د یوه نازک اوربند او دایمي هوکړې ترمنځ واټن راکم کړي، خو هغه له سخت انتخاب سره مخ دی، یا به د اوربند د ساتلو لپاره مهم امتیازات ورکړي او یا به د جګړې د بیا پیل خطر ومني.

راپور همدارنګه د لبنان د شاملولو پر سر اختلافاتو او د ایران له لوري د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو شرط ته اشاره کوي او ټینګار کوي چې ایراني مذاکره‌کوونکي د اوږدو او فرمایشي خبرو لپاره پېژندل کېږي.

ګارډین دا هم ویلي چې د دې مذاکراتو پایله به د ونس د سیاسي راتلونکي لپاره هم مهمه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version