اسماعیل خان چې د افغانستان لوېدیځ زون له پېژندل شویو او ناکامو سیاسي څهرو څخه دی، وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني نظام د سقوط پر مهال د طالبانو له لوري ونیول شو، بېرته خوشي او ایران ته ولاړ او په مشهد ښار کې یې پناه واخیسته. ایران ته له تګ وروسته یې هڅه وکړه خپل سیاسي دریځ بیا را ژوندی او د هېواد په سیاسي معادلو کې رول ادا کړي. ده کوښښ وکړ چې خپل همفکره او پخواني نږدې ملګري راټول کړي او د «مقاومت» تر نامه لاندې یو ځل بیا خپل دریځ ثابت کړي.
خو وروستۍ پېښې ښيي چې دا هڅې نه یوازې کومه مثبته پایله نلري، بلکې د نوموړي د نږدې کسانو او کړۍ ترمنځ یې ژور اختلافات پیدا کړي دي. دا درز اوس دومره ژور شوی چې د دې ډلې د بشپړې تدریجي نابودۍ ګواښ یې تر بل هر وخت ډېر محسوسېږي.
د دې ناورین یو تازه او څرګند مثال، په مشهد کې د اسماعیل خان د نږدې ملګري او قومندان «معروف غلامي» ترور دی. نوموړی داسې مهال ووژل شو چې د اسماعیل خان او حنیف اتمر ترمنځ هم جدي اختلافات راپورته شوي وو. له دې اختلافاتو دا څرګندېږي چې د حکومت مخالفین یو ګډ لید، واضح هدف او مشترکه تګلاره نه لري.
د غلامي ترور له څو اړخونو ارزول کېدای شي:
۱. پر اسماعیل خان فشار راوستل:
معروف غلامي د اسماعیل خان د شبکې له مهمو غړو څخه و. د نوموړي حذف نه یوازې ددې شبکې د کمزوري کولو په معنی دی، بلکې دا ښکاره پیغام یې هم ورکړ چې که څوک د نورو مخالفو څهرو پر وړاندې درئږي، درانه تاوانونه به وګالي.
۲. د سیستماتیک حذف پیل:
دا پېښه ښايي د یوه پلان شوي بهیر پیل وي؛ داسې یوه لړۍ چې هدف یې د اسماعیل خان د نږدې کسانو تدریجي له منځه وړل دي. په ځانګړې توګه هغوی چې په تېرو میاشتو کې یې د مقاومت شوری له یو شمېر پیاوړو غړو سره د مشرتابه، لیدلوري او سیاسي تګلارو پر سر مخالفت کړی او هوکړې ته ورسره نه وو رسېدلي.
۳. داخلي اختلافات او د وطن دوستۍ نه شتون:
د دوی ترمنځ ټکرونه د سالم سیاسي فکر پر بنسټ نه دي، بلکې د شخصي قدرت طلبۍ، ځان غوښتنې او د شخصي ګټو په روحیه رامنځ ته شوي دي. دا هغه عوامل دي چې یو ځل یې پخوا افغانستان د کورنیو جګړو کندې ته وغورځاوه، نن هم دې همدې کړیو ترمنځ تکرارېږي. کله چې ملي ګتې شا ته وغوړځول شي، شخصي مقام او قدرت ته لومړیتوب ورکړل شي، په پایله کې دوی خپل منځي دښمنۍ او حتی د یو بل تر فزیکي حذف پورې رسوي.
۴. نورو مخالفینو ته خبرداری:
دا ترور نورو بهر مېشتو مخالفینو ته هم یو څرګند خبرداری دی، دا چې هېڅوک خوندي نه دي. د پاریس، ویانا، مشهد او دوشنبې په څېر ښارونه او هېوادونه چې مخالفینو ته د امن پناه ځایونو په توګه پېژندل کېدل، اوس له تاوتریخوالي ډکو داخلي رقابتونو او د خپل منځي وژنو په میدانونو بدل شوي دي.
وروستي بدلونونه ښيي چې اسماعیل خان او نږدې کسان یې تر بل هر وخت زیات له نابودۍ سره مخامخ دي. دا وضعیت د دوی ترمنځ د شته نفاق، سیالۍ، ځان غوښتنې او د ملي روحیې د نشتوالي پایله ده. د افغانستان ولس باید له دې تجربو زدهکړه وکړي او نور باید هېڅکله په هغو څهرو خپل زړونه و نه تړي چې یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي. ځکه همدې کسانو پخوا هېواد په اور وسوځاوه، که نن بیا هم پر هغوی باور وشي، د تېرو ناخوالو د تکرار زمینه برابرولی شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.