راپورونه وایي، د صهیونیستي اسرائیلو څارګرې شبکې اشغال شوي فلسطین کې یو تاجک تبعه ایراني څارګرې ادارې ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
نیول شوي کس د روسیې په پاسپورټ اسرائیل (اشغال شوي فلسطین) ته سفر کړی و.
صهیونیستي چارواکو تور پورې کړی، چې نوموړي په تېره جګړه کې د ایراني توغندیو د لګېدو د ځایونو او حساسو امنیتي سیمو انځورونه ایراني لوري ته استولي وو.


