د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې سرپرست د ازبکستان د ۲تحصیلي بنسټونو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د خبر پاڼې له مخې یاد هوکړه لیک پرون د دغه ادارې د سرپرست او د (ديناو) او افغان اتباعو د ښوونې او روزنې مرکز د مشر اويبک عبدالمومین اوف ترمنځ لاسليک شوی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دغه هوکړې له مخې به ياد مرکزونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

سرچينې همدارنګه ويلي، چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي اداره د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادان او زده کوونکي ازبکستان ته د ښوونيزو پروګرامونو د زده کړې په موخه واستوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version