د ايراني ديد خبري اژانس د راپور له مخې د ځمکني ترانسپورټ نړيوالې اتحاديې د کاشغر-کابل ترمنځ د نوې سوداګریزې لارې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د ترانسپورټ نړيوالې اتحادیې زیاته کړې، چې افغانستان ته د ټرانسپورټي خدمتونو د چټکتیا په موخه اوس نوې سوداګریزه لاره فعاله شوې ده.

ياد اژانس همدارنګه په خپل راپور کې زياته کړې چې اخوا د چين د شمال لويديځ په سین کیانګ کې د کاشغر لوژستيکي مرکز ويلي، چې تر يوه چت لاندې يې د ځمکني ترانسپورت ټول اړين خدمتونه يو ځای کړي او لويديځې اسيا او نورو هېوادونو ته یې د مالونو د لېږدولو لپاره چمتو کړي دي.

دځمکني ټرانسپورټ ياد مرکز زیاته کړې، چې د ټرانسپورټ سیسټم د ټولو مرحلو له بشپړولو وروسته لومړۍ بار وړونکې لارۍ د چین له کاشغر څخه د چین او پاکستان ترمنځ د خنجراب پولې له لارې کابل ته رسېدلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version