Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې
    افغانستان

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    عمران آغاعمران آغا20 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون دویمه غونډه په منسک کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او کانونو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې په غونډه کې د کرنیزو او صنعتي ماشینونو د واردولو او په افغانستان کې د هغوی د مونتاژ، د کیمیاوي سرې او خوراکي توکو د تولید او پروسس، د لبنیاتو د صنعت پراختیا او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد په اړه بحث شوی دی.

    همدارنګه، د بلاروسي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د کانونو، نفتو د استخراج او تصفیې، درملو او نورو برخو کې د پانګونې، د افغانستان محصولاتو ته د بلاروس بازارونو د پرانیستلو او د صادراتو د زیاتولو فرصتونه څېړل شوي.

    خبرپاڼه کې راځي، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د غواوو د نسل اصلاح، د حیواني درملو او واکسینونو تولید، د کیمیاوي سرې د فابریکو جوړول او د افغان تخنیکي کارکوونکو روزنه هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

    د غونډې په پای کې دواړو لورو د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو لپاره د معینانو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه کړې ده.

    مخکینۍ مقالهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي
    راتلونکي مقاله له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    مربوطه لیکنې

    بلاروس افغانستان ته د کرنيزو ماشين آلاتو صادرولو ته لېوالتيا ښودلې

    19 اگست 2026

    د قطر سفیر پنجشېر ته تللی او هلته یې د پانګونې او پراختیايي همکاریو په برخه کې چمتوالی ښودلی

    19 اگست 2026

    هند وايي افغانستان سره مو د تېر يوه کال پر مهال تعامل په بې ساري ډول زیات شوی

    19 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 اگست 2026

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت په تازه شمېرو کې…

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    20 اگست 2026

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،176 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،125 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،244 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.