د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د همکاریو د زیاتولو په اړه هوکړه کړې.
دغه ناسته د افغانستان په کوربتوب او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه، چې دواړو لورو په کې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ اړوند موضوعات هر اړخیز څېړلي او د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی.
د ناستې په پای کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واټ ټرانسپورټ اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره به ګډ کمېسیون جوړېږي.
همدارنګه دواړو خواوو د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.


