ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د برېټانیا لومړی وزیر انډي برنهام وایي، هېواد یې د دفاعي عملیاتو په برخه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د ریاض غوښتنه منلې ده.
برنهام ويلي، برېټانیا به سعودي عربستان ته د الوتکو د عملیاتو د ملاتړ لپاره په هوا کې د سون توکو رسولو خدمتونه برابر کړي.
د نوموړي په خبره، دغه پرېکړه د برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په سلا شوې ده.
ياده دې وي، چې پر سعودي عربستان د حوثیانو له پراخو بريدونو وروسته محمد بن سلمان له امريکا او بريتانيا څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.


