د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د بادغیس په مقر او سنگ‌اتش ولسوالیو کې د گچو په کانونو او د پروسس په کارخونو کې سلگونه کسان بوخت دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بادغیس د هېواد د هغو ولایتونو څخه دی، چې د گچو پراخه کاني زېرمې لري، چې اوسمهال یې د پینځو شرکتونو له لوري د گچ ډبرو کانونو د استخراج چارې روانې دي.: «په دې سره به نه یوازې افغانستان د گچو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شي، بلکې نورو هېوادونو ته به هم په نږدې راتلونکې کې صادرات ولرو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو گچو ځینې نمونې ترکمنستان ته هم صادرې شوې دي او د بادغیس د گچو کیفیت خورا لوړ دی.

په بادغیس کې د گچو د پروسس شرکتونو مسوولین وايي، د گچو کانونو د استخراج په پراختیا سره به د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم کار وکړي، چې سلگونه ځوانانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طبیعي سرچینو څخه مالامال دی.

اوسمهال د گچو سربېره د شوکاڼي، سرو زرو، جستو، سمنټو، زمردو او نورو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو استخراج چارې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version