د پولې پورې د افغان متخصصو ډاکټرانو ټولنه وايي، ډېر ژر به گڼ افغان متخصص ډاکټران بېرته هېواد ته راوگرځي.
د یادې ټولنې استازو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، د پولې پورې متخصصینو ټولنه اوسمهال ۱۶۰ مسلکي او متخصص ډاکټران لري او د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د خپلو هېوادوالو په چوپړ بوخت دي.: «د پخوا په پرتله په طبي برخه کې ظرفیتونه لوړ شوي او د ډېرو ناروغیو درملنه اوس په کور دننه شونې شوې ده.»
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په روغتیايي برخه کې د یادو ډاکټرانو هڅې ستایلې او دوی یې د هېواد لویه پانگه بللې ده.: «افغانستان په هر حالت کې تاسو ته اړتيا لري. د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او هغوی ته د هر راز اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.»
نوموړي ویلي، دا چې افغانان بېوسه او غریب دي، اړتیا ده چې دولتي او خصوصي روغتیايي ادارې د درملنې او تشخیص په برخه کې له پوره دقت او مهرباني څخه کار واخلي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په مرسته هره اوونۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه افغان کادرونه بېرته هېواد ته راگرځي.افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې گڼ ناروغان یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.