د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري ویلي، افغانستان دامهال له روسیې سره د اوړو پر ځای د غنمو واردلو پر سر مستقیمې خبرې کوي.

عمري، رویټرز سره خبرو کې ایران کې د ۴.۵ میلیونه افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې او په خبره یې، د جګړې پراخېدو په صورت کې به افغان کډوال له جدي ګواښونو سره مخ شي.

افغانستان هر کال ۶.۸ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له دې ډلې یې ۴.۸۴ میلیون ټنه په کور دننه تولیديږي او پاتې یې له بهرنیو هېوادونو واردیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version