د پاکستان حکومت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠٢٦ کال لپاره د سولې نوبل نړیوالې جایزې ته نومولی دی.
د پاکستان د حکومت لهخوا په خپور شوي پیغام کې ویل شوي، چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د پراخېدو مخنیوی کړی او اوربند ته یې زمینه برابره کړې.
د سولې نوبل جایزه هر کال هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي، چې په خپلو هېوادونو یا نړیواله کچه یې د سولې لپاره اقدامات ترسره کړي وي.
د پاکستان لهخوا ډونالډ ټرمپ داسې مهال د سولې نوبل نړیوالې جایزې ته نومول کېږي، چې د نوموړي په حکم د امریکا هوایي ځواک شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پر یمن درانه هوایي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړل.
د یادونې وړه ده، چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ اداره نه یواځې یمن کې د ملکي مرګژوبلې لامل شوې، بلکې د غزې په جګړه کې د صهیونیستي رژیم پراخ پوځي ملاتړ کوي؛ هغه جګړه چې پهکې د لسګونه زره ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰زره کسان شهیدان او ټپیان شوي.