د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې،افغانستان په لومړي ځل په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې څلور زره امریکایی ډالرو په ارزښت د شاتو صادرات وکړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد په وینا، دغه صادرات د عمان، جرمني او جاپان هېوادونو ته وشول.

ښاغلي جواد دغه راز زياته کړې چې يادو هېوادونو ته د څلور سوه دېرش کيلو
ګرامه شاتو د صادراتو ترڅنګ، په همدې موده کې څه دپاسه يو سل او اووه پنځوس ټنه شات چې څه باندې درې سوه او شل زره ډالره ارزښت له متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version