د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د نفت او ګاز امارتي شرکت په حیرتان بندر کې د کابل بانک ۲مه شمېره نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه زېرمې چې ټولیز ظرفیت یې ۶۰ زره ټنه دی، اوس مهال ترې شاوخوا ۲۰ زره ټنه استفاده کېږي او هڅې روانې دي څو پاتې ۴۰ زره ټنه ظرفیت هم بشپړ فعال شي.

ویل شوي، یادې ذخیرې له ۱۷ کلونو راهیسې غیرفعاله پاتې وې چې اوس مهال د فعالېدو په درشل کې دي.

د یادونې وړ ده، چې یادو زېرمو ته واګونونو د رسېدو لپاره د ریل پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version