د «ملي شِفاء فارماسيټيکل» درمل جوړولو یوې کارخونې د لومړي ځل لپاره عراق ته سیروم صادر کړي دي.د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د یادو سیرومو ارزښت ۸۵۰زره امریکايي ډالر دی، چې یو مېلیون او ۸۰۰زره بوتله طبي سیروم پکې دي.
په کابل کې په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې د کابینې د وزیرانو سربېره یو شمېر پانگهوالو هم برخه اخیستې وه او عراق ته یې د سیروم صادرول په طبي برخه کې یوه لویه لاستهراوړنه وبلله
«ملي شِفاء فارماسيټيکل» کارخونې مشر نثاراحمد ترهکي وویل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې امنیت ټینگ شوی او پانگهوالو هم د پانگونې زمینه برابره شوې ده.
نوموړي وویل، د «ملي شِفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو کارخونه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په پانگونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړ او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دغې کارخونې د پانگونې کچه ۲۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي مشر ډاکټر عبدالباري عمر وویل، په شاوخوا درېیو کلونو کې کوم پرمختگ چې موږ د صنعت او د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې وینو؛ دا د هېواد په نږدې تاریخ کې کم سارې موضوع ده او له ظالمانه بندیزونو سره سره؛ بیا هم افغانستان د پرمختگ او ځان بسیاینې په لور گامونه پورته کوي.
ده وویل، د اسلامي امارت د حاکمیت مخکې هېواد ته ۹۰ سلنه درمل په ناقانونه ډول واردېدل؛ خو اوسمهال ۸۰ سلنه درمل په قانوني ډول واردېږي او د قاچاقي درملو مخه یې نیولې ده.
یاد کارخونه په کال کې د ۴۳ مېليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ مېليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنگه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.
په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال گڼ پانگهوال چمتو شوي چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي او افغانستان د ځان بساینې خوا ته نږدې کړي.