د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار روان دی.

ټاپي د ۱۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګاز د پايپ لېږدولو پروژه ده.

همدرانګه د يادونې وړ ده چې افغانستان به له ټاپي پروژې څخه په لومړیو لسو کلونو کې د شاوخوا ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګازو او په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د یو میلیارد متر مکعب ګازو په ترلاسه کولو سربېره، هر کال د ګازو له لېږد څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version