افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۳۱ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې له پاره په پلازمېنه کابل کي روغتونونه ته ورپېژندلي دي.

دغه کوچنیان ئې پرون یک شنبه شپږو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملني ټول لګښت یې یاده ټولنه ورکوي.

یاده دې وي چې، تېره اونۍ هم افغاني سرې میاشتې ټولنې ۴۳ تنه په یادې ناروغۍ اخته ماشومان د درملني له پاره په پلازمېنه کابل کي اوو روغتونونو ته وروپېژندلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version