د تېرو لسو میاشتو پر مهال د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا ولایتونو په ګمرکونو کې زرګونه بې اسناده موټر ثبت او محصول شوي دي.
د یاد وزارت پۀ وینا؛ د اسلامي امارت د مشرتابۀ او د کابینې پرېکړې پر اساس د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول لړۍ د روان لمریز کال تر پایه تمدید شوې ده.
د يادونې وړ ده چې هېواد کې د موټرو قانوني ثبت د هېوادوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او دا چاره د جرمونو او ټرافيکي پېښو په راکمولو او د امنيت په ټينګښت کې خورا موثره ګڼي.