‏په اندونیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي سعد الله بلوچ د اندونیزیا د قونسلي چارو، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو له رئیس سره کتلي.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغان زندانیانو پر وضعیت، د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو او د قونسلي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو همداراز د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د همکاریو پر پراختیا او د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version